دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اکټوبر اومه؛ په افغانستان کې اشغال او ډيموکراسي له سختې ناکامۍ سره مخ شوي دي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د اکټوبر اومه؛ په افغانستان کې اشغال او ډيموکراسي له سختې ناکامۍ سره مخ شوي دي!

خبر:

د اکټوبر اومه د افغانستان د اشغال او یرغل له ۱۹مې کلیزې سره سمون لري. ۱۸ کاله وړاندې امریکايي او ناټو ځواکونو افغانستان د بشري حقونو، د ښځو حقونو، دولت جوړونې، ملت جوړونې او افغانانو ته د ډیموکراسۍ راوړلو تر شعارونو  لاندې له «ترورېزم» سره د مبارزې په پلمه اشغال کړ. د ډيموکراسۍ د ۱۸ کلونو په تېرېدو افغانانو د پورتني هېڅ شعار عملي کېدل تجربه نه کړل، حتی د امریکايي ترورېزم ګواښ له خلکو څخه د ۱۸ کلونو په پرتله په ځلونو زیاته قرباني اخلي. امریکا، ناټو او مزدور چارواکي یې له یوې خوا له مخکینیو «ترورېستانو» سره د سولې پروسې ته دوام ورکوي او له بلې خوا يې د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره کړې.

تبصره:

باید په ډاګه او پوره جرات سره ووایو چې ډيموکراټيک ارزښتونه د افغانستان مسلمانو او مجاهدو خلکو په ټولیز ډول رد کړي دي. نو د ډيموکراټيک نظام د دوام لپاره یې په تدریجي ډول د جمهوري ریاست په ټاکنو کې خپله ونډه کمه کړې ده. لکه څنګه چې په دې ډيموکراټيکه پروسه کې د خلکو د ګډون شمېرې ښيي، چې په ۲۰۰۴ کې ٪۸۴، په ۲۰۰۹ کې ٪۳۹، په ۲۰۱۴م کې ٪۳۵ او په ۲۰۱۹م کې ٪۲۰ ته د خلکو ګډون راکم شوی دی.  

پر دې سربېره د افغانستان خلکو ته د بشري حقونو خورا ستر ناقضین خپله اشغالګر ځواکونه او د افغانستان خاین چارواکي ثابت شوي دي؛ ځکه په پنځو وروستیو کلونو کې یې تر ۵۰ زره زیات افغان ځواکونه، لسګونه زره ملکي وګړي او رزګونه طالب سرتېري د ترور او وحشت په بېلابېلو طریقو وژلي دي. همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل نوي راپور کې ویلي: «د ۲۰۱۹ کال د بشردوستانه مرستو په اړوند زموږ ټولیزه څېړنه ښيي، چې د کال تر پایه په اټکلي ډول کابو یو میلیون بېځایه شوي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.»

د ښځو د حقونو په اړه؛ د دولت، بهرنیو موسسو او د کفارو سفارتونو ټولې هڅې په دې خاوره کې د مسلمانې کورنۍ د پاشلو لپاره دي. نو په ټولو پروژو او په دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې د جنډر تر پالیسۍ لاندې د ښځو پر ګومارلو تمرکز اصلي لومړیتوب و، چې په پایله کې یې غوښتل مسلمانې ښځې هم د غربي هغو غوندې د وسیلې په توګه وکاروي؛ خو دا هیله یې هم له فاحشې ناکامۍ سره مخ شوې ده.

د ملت جوړونې او دولت جوړونې په برخه کې د جمهوري ریاست او پارلماني ټاکنو هرې دورې د افغانستان خلک له مخکې زیات یو له بله بېل کړي دي. نو هغه یوازینۍ محسوسه پایله چې د افغانستان خلک یې په ټوله معنی احساسوي، هغه د سیاسي رهبرانو تر منځ تفرقه، لارورکيتوب او بې ثباتي ده. نو د مختلفو اړخونو او پوړونو رهبران په ټولنه کې د امریکايي ډیموکراسۍ پر اوسني نظم بې اعتماده شوي دي. په افغانستان کې د امریکايي ډيموکراسۍ پلي کول هم د فساد د مختلفو ډولونو، فقر، فحشا، قتل، فتنې او بېکارۍ لامل شوي او خلک یې پر دې معتقد کړي چې ډيموکراټيک ارزښتونه د افغانانو ستونزې نه شي حلولی.

پورتني کړکېچ زیږوونکي وضعیت ته پام امریکا او لاسپوڅو چارواکو یې په افغانستان کې د زړونو او مغزونو جګړه بایللې او د غرب په ځانګړې توګه د امریکاعامه افکار هم د دې جګړې د دوام پر ضد دي. نو له همدې امله امریکا په افغانستان کې د خپلې جګړې له پلمې راټيټه شوې او له ۱۸ کاله مخکینیو «ترورېستانو» سره یې نېغې خبرې اترې پيل کړي دي او د خپلې آبرو په ساتلو غواړي چې د جګړې له دغې کندې څخه ځان بریالی وباسي او خپل استخباراتي، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي نفوذ هم وساتي.

په داسې حساسو شرایطو کې د افغانستان د مسلمانانو لپاره یوازینۍ حللاره دا ده، چې ټول بشري ارزښتونه، حللارې او نظامونه –که یې امریکا او اروپا افغانانو او د دوی رهبرانو ته وړاندې کوي که چین او روسیه– په پرېکنده توګه رد کړي او یوازې د اسلام پر ژغورونکو ارزښتونو، حللارو او نظام «د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت بیا تاسیس» منګولې ولګوي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره په تاسو کې د امت خورا ستر سیاسي حزب شته، چې اسلام د فکري عمل او سیاسي مبارزې په جریان کې خلکو ته داسې وړاندې کوي، چې د امت ټولې ستونزې او معاصر بحرانونه حل کولی شي. نو بیړه وکړئ او د امت خورا ستر فکري او سیاسي قیادت د امت په ويښتابه سره ثمر ته ورسوئ.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر-ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

 
Last modified onدوشنبه, 07 اکتوبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې